دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوناما مشرې کندهار ته سفر کړى، چې له خلکو سره د کوکنارو...

يوناما مشرې کندهار ته سفر کړى، چې له خلکو سره د کوکنارو د بديل کښت په اړه خبرې وکړي

ويب ډيسک

د کندهار ولايت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي يا يوناما مشرې کندهار ته سفر کړى، چې له خلکو سره د کوکنارو د بديل کښت په اړه خبرې وکړي.

مېرمن روزا اوتنبايوا د کندهار له مرستيال والي محمد صادق انقلابي سره په ليدنه کي ويلي، چي ملګرو ملتونو تېر کال شاوخوا ٢٦ ميليون افغانانو ته بشري مرستې رسولي او هڅه کوي، چي سږ کال د مرستو کچه لوړه کړي.

نوموړې زیاته کړې؛ له د افغانستان بانک سره ګډ کار کوي، چې خلکو ته د کوچنیو کارونو د پیلولو لپاره د پور ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.

محمد صادق انقلابي په افغانستان کې امنیت ته د نغوتې تر څنګ زیاته کړې، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې پانګونې ته د پانګوالو پر هڅولو کار وکړي.

نوموړي په دې لیدنه کې د کوکنارو د بديل کښت او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په اړه له اړوند ادارو سره د عملي همکارۍ غوښتنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه