دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجرمني وايي ،افغانانو سره به ولاړ وي او د بشري حقونو له...

جرمني وايي ،افغانانو سره به ولاړ وي او د بشري حقونو له ملاتړه یې لاس نه اخلي.

ويب ډیسک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي، له افغانانو سره به ولاړ وي او د بشري حقونو له ملاتړه یې لاس نه اخلي.

یادې څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینټ سره په خبرو کې کړي او ترڅنګ یې د افغانستان پر اوسني وضعیت او د افغانانو پر ملاتړ هم نظرونه تبادله کړي.

ریچارډ بینټ په خپله اېکس‌پاڼه (ټوېټر)، د جرمني له لوري د افغانانو ملاتړ ستایلی او ټینګار یې کړی چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخه کې باید حسابدهي موجوده وي.

د ت.البانو پر حکومت نیوکې کېږي چې له بشري حقونو سرغړونې کوي او د افغانانو اساسي حقونه یې ترې اخیستي، خو ت.الب چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي او په رسمیت نه پېژندلو لپاره یوه بهانه یې بولي.

#Afghanistan #German

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه