ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې دوبی ته د افغان نجونو د تحصیلي سفر بندیز غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ت.البانو خپل فشارونه لا ډېر کړي.
دغه سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید پر ت.البانو فشار راوړي چې د افغان ښځو له حقونو څخه سرغړونې پایته ورسوي.
د بشري حقونو د څار ادارې زیاته کړې چې د ت.البان له واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو پر تعلیم، تحصیل، کار او ازادۍ ډېر محدودیتونه لګول شوي دي.
ټاکل شوې وه چې تېره اونۍ څه باندې سل افغان نجونې د یوه عرب سوداکر په مالي مرسته خپلو زدهکړو ته د دوام په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړې شي، خو ت.البانو د کابل په هوایي ډګر کې د دوی د تګ مخه ونیوله.
دا په داسې حال کې ده چې د عربي اماراتو یوه سوداګر خلف بن احمد الحبتور دوبی ته د دغو نجونو له ډلې د درېیو نجونو د راتګ خبر ورکړی او هیله یې څرګنده کړې چې نورو نجونو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
#Afghanistan


