په هند کې درې نجونو له یوه ځوان سره واده کړی؛ د واده قانوني او ټولنیز اړخونه تر بحث لاندې

0
21

راپور: داود جبارخیل

د هند د اترپردیش ایالت د امروهه ولسوالۍ درې نجونو، چې دوه یې خويندې او درېیمه یې د تره لور ده، له یوه ځوان سره واده کړی دی. دغه پېښه وروسته له هغې د خلکو د پام وړ وګرځېده چې د واده ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او د دې واده د قانوني او ټولنیز اعتبار په اړه یې پراخ بحثونه راوپارول.

د ټایمز آف انډیا د راپور له مخې، ۲۰ کلنه سروج، چې د بي ټېک د دویم کال محصله ده، د هغې ۱۹ کلنه خور ساوتري راني او ۱۸ کلنه د تره لور سنتوش خړک ونشي، د حسن‌پور د دهتوریا کلي اوسېدونکې دي. درې واړه د ټولنیزو رسنیو لپاره ویډیوګانې جوړوي.

د راپور له مخې، ۲۰ کلن وکاس خړک ونشي، چې د شیام‌پوري کلي اوسېدونکی دی، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له دغو نجونو سره د کمره‌مین په توګه کار کاوه. د نجونو په وینا، نوموړي به په ویډیوګانو کې ډېری وخت د دوی د مېړه رول هم لوباوه.

دغه واده هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړاوه چې د چمنډا ماتا په معبد کې د ترسره شوې مراسمو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې. په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې وکاس د درې واړو نجونو په وېښتانو کې «سندور» اچوي، چې د هندو مذهب د واده له دودونو څخه ګڼل کېږي.

پولیس وایي، د واده پر مهال د دواړو لورو د کورنیو هېڅ غړی په مراسمو کې حاضر نه و.

سروج ټایمز آف انډیا ته ویلي، دوی درې واړه له ماشومتوبه یو ځای لویې شوې دي او کله چې پوه شوې کورنۍ یې غواړي جلا جلا ودونه وکړي، سختې اندېښمنې شوې.

د هغې په وینا: «موږ له کوچنیوالي یو ځای ژوند کړی او هېڅکله مو د یو بل څخه د بېلېدو تصور نه شو کولی. کله چې مو احساس کړه چې له واده وروسته به سره جلا شو، نو پرېکړه مو وکړه چې یو غیر معمولي ګام واخلو.»

بل لور ته، وکاس خړک ونشي ویلي چې هغه د درې واړو ترمنځ له نږدې اړیکو خبر و او د دوی د غوښتنې درناوی یې وکړ.

هغه ویلي: «دوی تل ویل چې غواړي له واده وروسته هم یو ځای ژوند وکړي. موږ دا پرېکړه د متقابلې رضایت پر بنسټ کړې او هیله لرو خلک به زموږ انتخاب ته درناوی وکړي.»

له دې واده وروسته د هغه د قانوني اعتبار په اړه هم پوښتنې راپورته شوې دي.

د اله‌آباد عالي محکمې وکیل انوراګ پانډې ویلي، د هند د هندو واده قانون (Hindu Marriage Act) له مخې، یو هندو سړی نه شي کولای په یوه وخت کې له یوې څخه زیاتې مېرمنې ولري.

د هغه په وینا، «دا ډول واده د قانون له نظره باطل ګڼل کېږي او قانوني ازدواجي اړیکه نه رامنځته کوي.»