د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ د دالبندین ښارګوټي ته څېرمه د نوکچا په سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د تېلو پر پنځو ټانکرونو برید کړی او اور یې پرې بل کړی دی.
د ځايي معلوماتو له مخې، وسلهوالو د لویې لارې په یوه برخه کې د لارې له درولو وروسته پر ټانکرونو برید کړی. د پېښې له امله په پنځو واړو موټرو کې اور لګېدلی او د سیمې له لرې ځایونو څخه هم د لوګي سترې ورېځې لیدل شوې دي.
لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې یاد ټول ټانکرونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي. تر اوسه د پېښې د مرګژوبلې او د برید د عاملانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.


