د ازبکستان ۳۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته تللی

0
92

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د ازبکستان شاوخوا ۳۰۰ سوداګر، پانګه‌وال او لوړپوړي چارواکي کابل ته رسېدلي دي.

د دغې خونې ویاند احسان‌الله احسان ویلي، چې د ازبکستان د سوداګرو او پانګه‌والو ۱۲۰ کسیز پلاوی، چې د فرغانې والي هم پکې شامل دی، نن کابل ته ورسېد. تر دې یوه ورځ وړاندې هم د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌اف په مشرۍ ۱۸۰ کسیز پلاوی افغانستان ته راغلی و.

د معلوماتو له مخې، د ازبکستان پلاوی به د افغانستان او ازبکستان په ګډ سوداګریز نندارتون کې له افغان سوداګرو سره ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

پلاوي به له افغان چارواکو سره هم لیدنې ولري او د سوداګرۍ، لېږد رالېږد او پانګونې اړوند موضوعات به وڅېړي.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، برېښنا او ترانزیټ په برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړې دي. د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو لیدنو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.