لیک : ډاکټر لطیف یاد
نن ددسمبر دمیاشتې ۲۵ نیټه دنړۍ په ډیرو هیوادونو کې دحضرت عیسی ابن مریم علیه السلام دزیږیدو ورځ لمانځله کیږي .
لکه چې موږ مسلمانان خپل دوه اخترونه کوچنی او لوی اختر په خوښیو او خوشالیو سره لمانځو نو عیسویان هم دغه اختر په ډیرو خوشالیو سره لمانځي .
کرسمیس داختر لپاره لا دوه میاشتې له مخه دوی تیاري نیولی وي او ټولې لویې هټۍ ( شاپینګ سینټرونه) او مغازې دوه میاشتې دمخه په ډیوو ، څراغونو ، ګلانو او ډول ډول انځورونو ښْکلې کړل شوي او پسولل شوي وي .
دوی په دغه وخت کې دخپلو خپلوانو او دوستانو لپاره دکریسمیس تحفې او سوغاتونه رانیسي .دکریسمیس په ورځ ددوی زیاتره خلک خپلو چرچونو( کلیساوو) ته ځي او کورنۍ هڅه کوي چې دغه ورځ سره یوځای راټول شي او دعا ګانې کوي .
نن د فلسطین په بیت اللحم کې هم دغه مراسم په ځانګړي توګه لمانځل کیږي چې ویل کیږي حضرت عیسي علیه السلام پکې زیږیدلی دی.
په واتیکان کې هم دعیسویانو مذهبي لارښود پاپ خپلو پیروانو ته وینا کوي . په دغه ورځ په هر کور کې دکریسمیس ونې ایښودل شوي وی او په ښکلو څراغونو ښایسته شوي وي او دوی ټول په ګډه سره کښیني او خواړه خوري.
ددوی په خوړو کې دفیل مرغ غوښې هم وي او په دې ډول دوی یوبل ته ددغه اختر مبارکي وایي ،خو ارتودکسه مسیحیان چې په هغوکې روسیه ، اکراین او دپخواني یوګوسلاویا ډیر هیوادونه شامل دي دغه ورځ ددسمبر په ۲۵ نیټه نه لمانځي ،بلکې دغه ورځ دجنوري دمیاشتې په اوومه نیټه لمانځي .
په عیسویانو کې یوه بله ډله ده چې دیهوه شاهدان یا پلویان یا دجیهوا ویټنیس یې بولي هغوی خو بیخي دغه ورځ نه لمانځي او عقیده لري چې عیسی علیه السلام په دغه ورځ نه دي زیږیدلی او داکتوبر په میاشت کې زیږیدلی دی.
همداراز دیهوه شاهدان یا پلویان چې په نړۍ کې یې اوس شمیر اته ملیونو خلکو ته رسیږي په خپلو عباد تځایونو کې دهر ډول صلیب او د حضرت عیسی او حضرت مریم دانځورونو دایښودلو نه هم ډډه کوي او دکریسمیس داختر لمانځل او نور ورته کارونه حرام، بدعت او شرک ګڼي .
په هرډول دکریسمیس په ورځ په دوی کې ځینې کسان چې سرې او سپینې وړینې جامې یې اغوستلې وي او خولۍ یې په سروي او تکې سپینې مصنوعي ږیرې لري چې سنټا کلازیې بولي ددوی کورونو ته ورځي او پر ما شومانو دکریسمیس سوغاتونه او چا کلیټونه ویشي.


