یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍچين د امريکا له بنديزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ

چين د امريکا له بنديزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ

ويب ډیسک
امريکا په دې وروستيو کې د شينجیانګ په اړه د تش په نومقانوني‌ مسودې په پلمه پر چيني تصديو او توليداتو بنديزونه لګولي‌ دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په دې اړه د ډسمبر په ۲۴مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې امريکا له حقيقت نه پرته د بشري‌ حقونو په پلمه یو اړخيزتوب، پروتيکشنيزم او زورواکي غواړي، د دغه هېواد کړنو د نړيوال بازار اصول ډېر ويجاړ کړي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه يې سرغړونه، د چین او امريکا د تصديو او مشتريانو ګټو ته یې زیانونه رسولي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګټور نه دی.

دغه راز د چین د سوداګرۍ وزارت د امريکا له يادو کړنو سره کلک مخالفت کوي.

په ياده اعلاميه کې دا هم راغلي، چې چين به ضروري تدبيرونه ونيسي، ترڅو خپل ملي‌ حاکميت، امنيت او پرمختګ وساتي او د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو د خلکو قانوني ګټې خوندي‌ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه