یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد نړۍ بډایه هېوادونه به هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بېوزلو هېوادونو...

د نړۍ بډایه هېوادونه به هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بېوزلو هېوادونو ته ورکوي

ويب ډيسک

د اقلیم د بدلون په نړیوال غونډه (کاپ ۲۹ام) کې د نړۍ بډایه دې هېوادونه هوکړې ته ورسېدل، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په موخه هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بېوزلو هېوادونو ته ځانګړې کړي.

د دې مرستو ترلاسه کوونکي هېوادونو ویلي چې دا مرسته بسنه نه کوي.

رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه د لیندۍ ۴مه راپور ورکړ چې د دوه اوونیو خبرواترو وروسته پرون د کاپ ۲۹ام​​ د سرمشریزې د ګډونوالو ترمنځ هوکړه وشوه.

د دغه تړون له مخې، پرمختللی (بډایه) هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې د اقلیم د بدلون او د هغې له پایلو سره د مبارزې لپاره په کال کې لږ تر لږه ۳۰۰ ملیارده ډالر مخ پر ودې هېوادونو ته ورکوي.

دغه غونډه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د دوه اونیو په کنفرانس کې په اضافي وخت کې تصویب شو، او موخه یې د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو هڅول دي.

د سرمشریزې په وروستیو دقیقو کې د دغه تړون له تصویب وروسته یو شمېر مخ پر ودې هېوادونو دا مرسته د بسنې وړ ونه وبلله او پر اذربایجان یې د کوربه هېواد په توګه د دغه جنجالي پلان په بېړه لګولو انتقاد وکړ.

چاندني ارینا د تړون له لاسلیک څخه څو دقیقې وروسته د سرمشریزې په پای کې وویل: “زه په خواشینۍ سره ووایم چې دا سند د یو بصري فریب څخه پرته بل څه نه دي. د هندي پلاوي استازې. له هغه ننګونې څخه چې موږ ټول ورسره مخ یو، موږ د دې سند د تصویب مخالف یو.”

خو د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون مشر دغه تړون یوه لاس ته راوړنه وبلله او څرګنده یې کړه چې دا یو ستونزمن سفر و، خو موږ یوې هوکړې ته ورسېدو. دا هوکړه به د پاکې انرژۍ سوکالۍ ته وده ورکړي او د ملیاردونو خلکو ژوند به خوندي کړي.

د يادولو ده، چې پخوا بډايه هېوادونو ژمنه کړې وه، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له بېوزلو هېوادونو سره هر کال سل ميليارده ډالره مرسته کوي، خو اوس دغه ژمنه تر ٢٠٣٥ کال پورې هر کال ٣٠٠ ميليارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

خو د دې تړون مالي اړخ لا هم له هغه څه لرې دی چې بېوزله هېوادونه یې غواړي مخ پر ودې هېوادونو د لږ تر لږه ۵۰۰ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه