یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکُرمه کې د ولسي اړخونو ترمنځ له خونړۍ جګړې وروسته پر ۷...

کُرمه کې د ولسي اړخونو ترمنځ له خونړۍ جګړې وروسته پر ۷ ورځې اوربند هوکړه شوې ده.

ويب ډيسک

د خیبرپښتونخوا په کُرمه کې د ولسي اړخونو ترمنځ له خونړۍ جګړې وروسته پر ۷ ورځې اوربند هوکړه شوې ده.

د اطلاعاتو په برخه کې د خیبرپښتونخوا د وزیراعلي سلاکار بیرسټر سیف چې کُرمې ته د حکومت له لوري جرګه کې تللی و، د اوربند د خبر په پخلي سره وایي، ښکېلو اړخونو هوکړه کړې ده چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو مړي به یو بل ته وسپاري.

په کُرمه کې له هغې وروسته ولسي شخړې زور واخیست چې پر ۳ موټرو وسله وال برید وشو او ۴۹ تنه په کې ووژل ول.

د راپورونو له مخې په موټرو کې سپاره کسان شیعه زیارت کوونکي وو.

له دې پېښې وروسته د دوو ولسي اړخونو ترمنځ خپلمنځي شخړو او جګړو کې تر ۳۵ تنو وژل شوي او تر ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې جرګې ته د پاکستان د حکومت له لوري د لېږل شوي پلاوي پر چورلکي ډزې هم شوې وې، خو د جرګې غړي وایي چې یادې ډزې ولسي خلکو نه، بلکې مخالفو وسله والو کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه