ويب ډيسک
په ایران باندې د اسرایل د میزایلونو له حملې شاوخوا یوه میاشت وروسته تهران بیا خبرداری ورکړی دی چې اسرایل ته د جواب ورکولو لپاره تیاري کوي. اسرایل تر اوسه د ایران دې تازه خبرداري ته جواب نه دی ویلی.
د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي اعلی سلاکار علي لاریجاني د ایران تسنیم خبري ایجنسۍ ته د یکشنبې- اتوار په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، ایران تیاري کوي چې اسرایل ته “جواب” ورکړي.
د اکتوبر پر 26مه د اسرایل جنګي الوتکو د ایران پر پوځي هدفونو بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې یې د څلورو پوځي افسرانو په ګډون پینځه تنه وژل شوي وو. ایران ویلي وو چې په دغو بریدونو کې ورته “محدود” او په “وړه کچه” زیان رسېدلی دی.
اسرایل هغه برید پر خپل هېواد د ایران د هغې حملې په جواب کې کړی وو چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه یې شاوخوا 200 بېلسټیک میزایل ور ویشتلي وو چې اسرایل یې د اکثرو د ناکاره کولو دعه کړې وه او ویلي یې وو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


