دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بېلابېلو ښارونو کې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان بېلابېلو ښارونو کې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ويب ډیسک

د افغانستان په تخار ولایت کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر انصارالله انصار د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې.

نوموړی وايي، “نن د تالقانو ښار ګولايي باغ کې یوه ناچاوده سرګلوله په ماشومانو چې لوبې یې ورسره کولاې چاودلې ده. څلور تنه دا ماشومان شهیدان شوي او یو یې ټپي دی.”

انصار د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اووه او ۱۰ کلونو ترمنځ یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر په کابل ښار کې هم یوه چاودنه وشوه.

د طالبانو ویاند مرستیال احمدلله وثیق د نومبر پر ۲۵مه يوې رسنۍ ته وویل، چاودنه د کابل په کارته پروان سیمه کې په یوه موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د وثیق په خبره په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نومبر پر ۲۳مه هم د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یوه رینجر موټر کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې دوه طالبان او درې ملکي وګړي ټپیان شوي ول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه