دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم له لارې هره ورځ سل ناروغان کولی شي چې پاکستان ته...

تورخم له لارې هره ورځ سل ناروغان کولی شي چې پاکستان ته سفر وکړي.

ویب ډیسک

چارواکي وايي، افغان او پاکستاني چارواکو تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې د مسافرينو تګ راتګ په موخه په نويو سهولتونو خبرې کړي
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، ‏په تورخم کې به له دې وروسته ګڼه ګوڼه ختميږي او افغانان به په پوره عزت او سهولت سره تګ راتګ کوي.

رسنيو دفتر وايي تر دې وړاندې د ورځې څلويښت ناروغان اوښتلی شو؛ خو اوس هره ورځ سل ناروغان کولی شي چې پاکستان ته سفر وکړي.

‏خبرپاڼه همدا راز زياتوي، له پاکستاني لوري يې ژمنه اخیستې چې نور به دې طرف ته توغوندي نه راځي او په راتلونکې کې به دواړه هېوادونه د مسافرينو او سوداګرو په برخه کې نور سهولتونه هم رامنځته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه