په افغانستان کې ځینې ټکسي چلوونکي د موسیقۍ له بندیز سره سره په خپلو موټرو کې سندرې اوري

0
86

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي، سره له دې چې پر عامه ځایونو د موسیقۍ اورېدو بندیز شته، په خپلو موټرو کې افغان او سیمه‌ییزه ولسي او پاپ موسیقي اوري. خو د څارونکو ادارو له وېرې ډېری کسان د امنیتي پوستو یا د دغو ادارو د کارکوونکو په لیدلو سره د موسیقۍ غږ کموي او یا یې بشپړه بندوي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه راپور له مخې، په کابل کې پخوا په رستورانتونو، هټیو او نورو عامه ځایونو کې د موسیقۍ غږونه اورېدل کېدل، خو په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په ډېرو ځایونو کې دغه حالت بدل شوی دی. اوس په ځینو عامه ځایونو کې تر ډېره هغه دیني او ملي سندرې اورېدل کېږي چې د اوسنیو چارواکو له نظر سره ستونزه نه لري.

د کابل یو ټکسي چلوونکي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې یوازې خپل لومړی نوم «روین» ښودلی، ویلي چې د امنیتي پوستو له تېرېدو سره د موسیقۍ غږ کموي یا یې بندوي، څو له امنیتي کارکوونکو سره له ستونزې سره مخ نه شي.

د راپور له مخې، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د عامه ځایونو په اړه په خپلو لارښوونو کې چلوونکو ته د موسیقۍ د نه اورېدو سپارښتنه کړې ده. د وزارت په وینا، موسیقي حرامه ده او ښايي د مسافرو لپاره د ځور لامل شي.

روین ویلي چې د موسیقۍ پر وړاندې له محدودیتونو وروسته د ده د موسیقۍ لېوالتیا لا زیاته شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې هڅه کوي په هغه وخت کې چې یوازې په موټر کې وي، موسیقي واوري، خو د امنیتي کارکوونکو له لیدلو سره سم یې غږ کموي.

بل ټکسي چلوونکي، چې د امنیتي لاملونو له کبله یې نوم نه دی ښودل شوی، ویلي چې یوازې هغه مهال موسیقي اوري چې په موټر کې یوازې وي او د ښار د نورو موټرو شور د موسیقۍ غږ پټوي.

د هغه په وینا، پخوا خلکو کولای شول په ازاد ډول موسیقي واوري، خو اوس د موسیقۍ اورېدل له اندېښنې او فشار سره مل دي. نوموړي ویلي چې د USB او حافظې کارت د لرلو له امله دوه ځله په امنیتي پوستو کې درول شوی او د ده د موسیقۍ وسایل هم مات شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې موسیقي د افغان ټولنې د فرهنګ یوه برخه ده او نه غواړي چې دا برخه له منځه ولاړه شي.

د راپور له مخې، په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر اړوند ادارو له خوا د موسیقۍ د وسایلو د راټولولو او سوځولو خبرونه هم خپاره شوي دي. د دغې ادارې ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي چې تر اوسه د راټولو شویو وسایلو کره شمېر نه دی معلوم.

په کابل کې د عامه ترانسپورټ د محدودیتونو له امله ډېری اوسېدونکي د تګ راتګ لپاره ګډو ټکسیو ته مخه کوي. په دغو موټرو کې معمولاً څو مسافر په یوه وخت کې سپرېږي.

د کابل یوه محصل شمس‌الله احمد ویلي چې دی هره ورځ د موسیقۍ اورېدو ته لېواله دی او کله چې ټکسي نیسي، هڅه کوي داسې موټر پیدا کړي چې موسیقي پکې اورېدل کېږي.

نوموړي ویلي چې په ټکسي کې په ټیټ غږ د موسیقۍ اورېدل ورته تر دې غوره دي چې له هېډفون څخه کار واخلي، ځکه د ده په وینا، د هېډفون کارول ښايي د خلکو پام ورواړوي.

د راپور له مخې، داسې پېښې هم ثبت شوې چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو د خلکو له غوږونو هېډفونونه ایستلي، څو معلومه کړي چې هغوی موسیقي اوري که نه.

د افغانستان د اوسنیو محدودیتونو له امله سینما او د تفریح ځینې نور ډولونه هم له محدودیتونو سره مخ دي. د ټکسي چلوونکو او مسافرو څرګندونې ښيي چې موسیقي لا هم د ځینو کسانو د ورځني ژوند یوه برخه ده، خو د هغې اورېدل په عامه ځایونو کې د احتیاط او اندېښنې له فضا سره مل دي.