شهباز شریف محمود خان اڅکزي ته د خبرو لپاره بیا بلنه ورکړې ده

0
76

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ته یو بل لیک استولی او د خبرو لپاره یې د لیدنې بلنه ورکړې ده.

د سرچینو په وینا، په لیک کې له اڅکزي سره د لیدنې ترڅنګ د ټاکنو کمېسیون د غړو د ټاکلو په اړه هم خبرې شوې دي.

د اپوزیسیون ویاند اخونزاده حسین یوسفزي د لیک ترلاسه کېدل تایید کړي دي.

نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې حکومت له تېرو لیدنو او هوکړو څخه شاته کېږي. هغه زیاته کړې چې د حکومت له استازو، په ځانګړي ډول رانا ثناءالله او نورو چارواکو، تمه لري چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.