نوشکي کې د افغان کډوالو پر موټر ډزې؛ دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان دي

0
94

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په احمدوال سیمه کې د افغان کډوالو د لېږد پر یوه موټر ډزې شوې دي، چې له امله یې دوه افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د این-۴۰ پر لویه لار شوې ده. ویل کېږي، چې د افغان کډوالو د لېږد پر ډبل‌کابین موټر وسله‌والو ډزې کړې دي.

د پېښې ټپیان او د وژل شویو کسانو مړي د درملنې او نورو قانوني چارو لپاره د میر ګل خان نصیر روغتون ته وړل شوي دي.

پولیسو تر اوسه د ډزو د لامل او د پېښې د ترسره کوونکو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.