یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د د افغانستان واکمن حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع پر «ګومانونو»...

پاکستان د د افغانستان واکمن حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع پر «ګومانونو» ولاړه بللې ده.

ویب ډیسک

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاند شفقت علي خان څخه چې یو خبریال د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال پوښتنه وکړه چې ایا د طـ.الـ.بانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي پاکستان ته د سفر پر مهال یې د حکومت په رسمیت د پېژندلو امکان شته او که نه، نو هغه وویل، دا خبره «پر اټکل ولاړه» ده نو ځکه ورباندې «تبصره نه کوي.»

 

متقي پر هم هغه ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د «اګست په لومړۍ اونۍ کې» له یو پلاوي سره پاکستان ته ځي او هلته به له چارواکو سره «د سیاسي مسایلو ترڅنګ پر اقتصادي مسایلو» غږېږي.

 

خو شفقت علي خان وویل، د دواړو لوریو چارواکو د متقي د سفر په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی او لا یې نېټه نه ده ټاکل شوې.

 

دا په داسې حال کې ده چې روسیه د روانې میاشت په پیل کې د نړۍ لومړی هېواد شو چې د د افغانستان واکمن حکومت یې په رسمیت وپېژنده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه