د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان په خپل یوه بیان کې ویلي په هېواد کې د عاصم منیر قانون چلیږي او آی اېس آی یې حفاظت کوي. هر څه چې عاصم منیر ته قوت ورکوي، هماغه د دې هېواد قانون ګرځي. عاصم منیر به د خپلې طاقت لپاره د دې هېواد هر څه قربان کړي. دا آرمي چيف د پوځ بدنامي کوي، لکه څنګه چې یحیی خان کړې وه.
نن ورځ سینیټ، قومي اسمبلي، وزیراعظم او صدر – دا ټول غیر قانوني دي. یوه جعلي آییني عدالت جوړ کړل شوه، زموږ څوکۍ یې کمې کړې. دا تاریخ کې هیڅ کله نه دي شوي چې د یوې ګوند څوکۍ بل ته ورکړل شي. هغه آییني عدالتونه چې باید انصاف ورکړي، نن هلته د عاصم منیر ذاتی نوکران ناست دي. سکندر سلطان راجه تاریخي انتخابي درغلي وکړه، او هغه ته توسیع ورکړل شوه چې دا درغلي خوندي وساتي. د اسلاماباد هايکورټ قاضي زما اپيلونه اوه میاشتې کېږي نه اوري، ځکه هغه ته هم هدایات له عاصم منیر راځي. دا وخت په هېواد کې د عاصم منیر قانون روان دی، لکه څنګه چې پاکستان د ده شخصي ملک وي.
په منظم ډول عدلیه، ادارې او جمهوري نظام برباد کړل شوي دي. پوځي عدالتونو ته قانوني حیثیت ورکړل شو، چې دا په حقیقت کې د عدلیې لخوا پر خپل ځان بې باوري ده. زما مېرمن بشریٰ بي بي د یوه وسله په توګه کارول کېږي چې ما مات کړي، خو زه دا واضحه کوم: زه به مړ شم، خو د عاصم منیر بادشاهي به هېڅ کله هم ونه منم. دا یو قبضه ګروپ دی، چې پر هېواد یې زبردستي قبضه کړې.
اوس مهال په پاکستان کې ډاکو او ډفر الائنس مکمل قابض دی. د شپږویشتم ترمیم له لارې د قاضیانو خپلواکي ختمه کړل شوه. د جج حکمونه نور هیڅ ارزښت نه لري. حتی یو پولیس والا هم د جج حکم له پامه غورځوي. نن د مقدمې پر مهال جج صاحب امر وکړ چې زما کورنۍ دې دننه راشي، څو ځله یې کاروايي هم ودروه، خو هغوی ته دننه نه پرېښودل شول. دا معنا لري چې حتی یو پولیس والا هم د جج پر حکم پورته ګرځي. زموږ د انصاف نظام مکمل دفن شوی دی.
یو هېواد هغه وخت تباه شي، کله چې نااهل کس پرې واکمن شي. عاصم منیر هېواد، او محسن نقوي کرکټ دواړه له ځان سره ناست دي. د دوی وړتیا څه ده؟ د محسن نقوي په وجه زموږ ټېسټ کرکټ ټيم نهم نمبر ته رسېدلې. کله چې نااهل کسان پر مهمو څوکیو کښېنول شي، دا حال به د هرې ادارې وي. دا خورا خطرناک وي چې څوک یواځې د زور پر بنسټ پر ادارو مسلط شي.
پر ما تشدد ډېر زیات شوی دی. زه ۲۲ ساعته یواځې قېد یم، کتابونه نه راکول کېږي، د حالاتو نه د بېخبره ساتلو لپاره نه اخبار راکول کېږي، نه ټلویزون لیدو ته اجازه راکول کېږي. دا نه یوازې د پاکستان بلکې د نړیوالو انساني حقونو ښکاره خلاف ورزي ده. نن د جج په حکم یوازې درې ساعته وروسته یوه کتاب راکړل شوه، حال دا چې زما کورنۍ د تېرو ۱ نیمو میاشتو راهیسې لږ تر لږه ۲ درجن کتابونه رالېږلي دي. له هغه راهیسې چې د جېل سپرېنډنټ غفور انجم راغلی، پر ما تشدد ډېر زیات شوی، او دا هر څه د ده په مشرۍ کې روان دي.
موږ په پاکستان کې امن غواړو. هر څوک چې د امن لپاره ولاړ دی یا د امن مارچ کوي، موږ باید ورسره پوره پیوستون وښیو.
اوس اووه میاشتې تېرې شوې، زه له خپلو بچو سره نه یم پرېښودل شوی چې خبرې وکړم. دا د هغوی حق دی چې عدالت ته لاړ شي، او ما ورته ویلي چې د انساني حقونو پر بنسټ نړیوالې محکمې ته لاړ شي. هغوی له هېچا نه مرسته نه غواړي، یواځې خپل حق غواړي. کله چې ټرمپ صدر و، ما هغه وخت هم ویلي وو چې د پاکستان فیصلې به په پاکستان کې کېږي.
موږ هر دروازه وټکوله، خو هیڅ ځای مو اواز وانه ورېد. ما یواځې یو ځل د مذاکراتو خبره کړې وه، هغه هم د ۲۶ نومبر او ۹ مې د پېښو لپاره د تحقیقاتي کمېشن غوښتنې سره. د ۲۶ نومبر پر مهال چې پر ولس ډزې وشوې، هغه شاته عاصم منیر و. زه نن بیا واضح وایم: اوس د خبرو هیڅ ځای نه دی پاتې، ځکه دا ګروپ ټول نظام قبضه کړی دی.
بیرسټر گوهر، سلمان اکرم راجه، علی امین ګنډاپور او جنید اکبر ته زه ټینګار کوم چې پیاوړي تحریک پیل کړئ. د دې تحریک مقصد باید د انصاف نظام، د قانون برتري او د آئین تحفظ وي. که موږ په سړکونو غږ پورته نه کړو، دا قبضه ګروپ به ورو ورو پارلماني ګوند هم تباه کړي. زه ولاړ یم، نو تاسو هم باید ودرېږئ.
زموږ دا مبارزه زموږ حق دی، ځکه چې د پاکستان ۸۰ فیصده ولس زما سره ولاړ دی. زه پوهېږم چې د درغلۍ ۹۰ فیصده عمل د ووټ اچولو نه وروسته، د نتیجو تر اعلان پورې شوی. ما دوه کاله د الېکټرانیک ووټنګ مشین لپاره هڅې وکړې. که د ۸ فبرورۍ په انتخاباتو کې EVM وای، نو لوبه هلته ختمه وه. زه نن هم وایم، که شفاف انتخابات غواړو، نو د EVM نظام راوړئ، درغلي به د تل لپاره ختمه شي.”


