پښتو جرنل
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت د خیبر ضلعې تیراه وادۍ کې د عملیاتو منظوري ورکړې ده، او د اغېزمنو کورنیو لپاره تر شلو زرو روپو پورې میاشتنی مرستې اعلان هم شوی دی.
په دې توګه، د وزیراعلی لخوا د آل پارټي کانفرنس (اې پي سي) رابلل یوازې دا یو حقیقت روښانه کوي چې له مخکې نه شوي پرېکړې اوس له ټولو سیاسي ګوندونو څخه یوازې د ربړ سټمپ د تایید لپاره وړاندې کېږي.
حقیقت دا دی چې که د همدې وزیراعلی تېر وفاقي حکومت ۴۰ زره ترهګر بېرته نه وای میشته کړي، ۱۰۲ خطرناک ترهګر یې له زندانونو نه وای خوشې کړي، خپلو وزیرانو له لارې یې باج نه وای ورکړی، او د ترهګرو مرسته نه وای کړې، نو نن به حالات تر دې ځایه نه وای رسېدلي.
که دا مصالحهکاره (کمپرومایزډ) حکومت غواړي چې زموږ نه مشورې واخلي، نو زموږ یوازې یوه غوښتنه به وي: نور پر خیبر پښتونخوا رحم وکړئ، د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلئ، د هغوی لپاره دفتري اسانتیاوې مه جوړوئ، او دا فکر پرېږدئ چې دا خو زموږ خلک دي، دا به نور چیرته ولاړ شي؟
د یوې سیاسي ډلې په توګه، که تحریک انصاف دا اې پي سي را بللې وای، نو عوامي نېشنل پارټۍ (اې این پي) به پکې ګډون کړی وای، ځکه چې د سیاسي خلکو ترمنځ خبرې اترې د هر بحران حل وي. خو د یوې مصالحهکارې حکومت له پرېکړو سره د ملاتړ لپاره، نن اې این پي په دې اې پي سي کې ګډون نه دی کړی.


