یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتين : ختيځ ته د ناټو پراخېدل د منلو نه دي

پوتين : ختيځ ته د ناټو پراخېدل د منلو نه دي

ويب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په مسکو کې په کلنۍ لويه مطبوعاتي

غونډه کې پر دې ټينګار کړی، چې روسيه ختيځ ته د ناټو نور پراخېدل نه شي

منلی.

نوموړي وويل، روسيې څو څو ځله دا څرګنده

کړې، چې ختيځ ته د ناټو لا پراخېدل د منلو وړ نه دي او زياته يې کړه، چې ناټو د

شلمې پېړۍ په ۹مه لسيزه کې ژمنه کړې، چې دغه سازمان به د ختيځ پر لور نه پراخوي، خو

اوس يې په رومانيا او پولنډ کې د وسلو سيستمونه ځای پر ځای کړي دي. امريکا د روسيې

د دروازې پر وړاندې توغندي ځای پر ځای کړي او دغه کړنه د امريکا په استازيتوب د

ناټو د شوې ژمنې پر ضد علنۍ دوکه او دروغ بلل کېږي.

نوموړي وويل، چې امريکا د روسيې د امنيت

ساتنې تړون مسودې ته مثبت غبرګون ښودلی او ښايي دواړه خواوې د راتلونکي کال په پيل

کې په ژنيو کې د دغه تړون په اړه خبرې وکړي. برسيره پر دې، روسيه به د اروپا د

امنيت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له لوېديځو هېوادونو سره هم اړوندې خبرې اترې

تر سره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه