یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍايران: په اتومي خبرو کې صادقانه ګډون کوو

ايران: په اتومي خبرو کې صادقانه ګډون کوو

ويب ډیسک

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ډسمبر په ۲۳مه نېټه ويلي، چې ایران به په اتومي خبرو کې په صادقانه ډول بيا ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې ايران به په یادو خبرو اترو کې صادقانه رويه غوره کړي، خو د لويديځو هېوادونو هغه تګلاره به ونه مني، چې په مکرر ډول په خبرو اترو کې له ایران څخه د شاتګ غوښتنه کوي.

که لويديځ هېوادونه غواړي، د ايران د ذروي فعاليتونو په تړاو خپله انديښنه لېرې کړي، نو پر دغه هيواد لګيدلي بنديزونه بايد لغوه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه