دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين: نړيوال همکاران دې له افغانستان سره زياتې بشري مرستې وکړي

چين: نړيوال همکاران دې له افغانستان سره زياتې بشري مرستې وکړي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۲۲مه نېټه له افغانستان سره د بشري مرستو په هکله يوپرېکړه ليک تصويب کړی دی.

د چين د بهرنيو چازو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې چين له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د م.م له همغږۍ او ښه رول لوبولو څخه ملاتړ کوي او له ټولو نړيوالو همکارانو څخه غواړي، چې له دې هېواد سره زياتې مرستې وکړي.

نوموړي وويل، چې د امنيت شورا ځينو غړو په ياد پرېکړه ليک کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ځيني شرایط ټاکلي، چې دا د مرستو له موخې څخه سرغړونه ده.

د چين په اند دغه هېوادونه دې په هر حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره سياسي شرايط نه ټاکي او دغې مسئلې ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.

د م.م امنيت شورا باید له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې ناټو د افغانستان د اوسني بحران پړه پر غاړه لري، نو بايد د دې هېواد شتمني ژر ازاده کړي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای دې د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ او د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه