یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍله نږدې خپلوانو سره ودونه

له نږدې خپلوانو سره ودونه

لیک : ډاکټر لطیف یاد

 

که څه هم کورني او د خپلوۍ ودونه(Close Relatives marriages) نن ورځ به ډیرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې رواج لري ، خو طبي تجربو ښودلې ده چې په ډیرو مواردو کې د دغو ودونو په پایله کې ماشومان معیوبه او ناقص زیږي .ځینو هیوادونه بیا دغه ډول ودونو ته اجازه نه ورکوي او هغه غیر قانوني کار بولي .

ما شخصاً د خپلو نږدې خپلوانو نه دا تجربه ترلاسه کړې ده چې ځینو یې په خپلوانو کې ودونه کړي دي چې ماشومان یې ناقص او معیوبه راغلي دي او د یو نه ،بلکې د څو تنو اولادونه یې ناقص او معیوب پیدا شوي دي .

ځکه علت یې په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي او دغه یووالې هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي.

دغه کار په وینه کې ستونزه رامنځ ته کوي او اولادونه سم نه راځي او د مشترکو کروموزومونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي. په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورو وروستیو نسلونو کې دغه ستونزې راپورته شي

زموږ پښتانه زیاتره دخپلو ترونو ( کاکاګانو ) ، د خپلو ماماګانو او د خپلو تریندو د لورګانو سره ودونه کوي چې زیاتره ماشومان یې د Thalassemia، Down syndrome او د وینو،هډوکو او نورې روانی ناروغۍ پیدا کوي .

همداراز کله کله د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه د کورنیو ترمنځ شخړې او جنجالونه هم پیداکوي او بیا دغه دوستۍ په دښمنیو بدلې شي .

زما په اند دا به ښه وي چې په خپلوۍ کې د ودونو نه تیر شو او په نږدې خپلوانو کې ودونه ونه کړو، بلکې پر دي خپل کړو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه