د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې د سپټمبر پر ۲۴مه د پاکستان له لوري د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت به د پېښې په اړه مناسب غبرګون وښيي.
د افغانستان د حکومت ویاند همداراز ادعا کړې چې پاکستاني پوځي چارواکو د خپلو بریدونو د توجیه لپاره ویلي وو چې له افغانستانه بېپیلوټه الوتکې د پاکستان خاورې ته اوښتې وې.


