د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی

0
77
Conflicts Between Countries

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه یې اعتراض څرګند کړی دی.

د وزارت په وینا، د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده او له اسلامي، نړیوالو او بشري اصولو او د ښه ګاونډیتوب له معیارونو سره په ټکر کې دي.

وزارت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي. د وزارت په وینا، پر همدې ادعاوو د پوځي اقداماتو توجیه کول د وضعیت د لا خرابېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پاکستان وروستي اقدامات به د سیمې پر امنیت او د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو اغېز ولري.