د بلوچستان د ګلستان په سیمه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکړل شوی دی.
رسنيو د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي، چې نښته پرون ماښام هغه مهال پیل شوې چې د دوی په وینا، افغان ځواکونو د پاکستان خاورې ته د اوښتو هڅه کړې ده.
د دغو سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د دې هڅې پر وړاندې عملیات کړي او ادعا شوې چې په نښته کې یو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي. سرچینې زیاتوي چې په سیمه کې شاوخوا دوه ساعته په پرلهپسې ډول ډزې شوې دي.
بلخوا، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د خپلو سرچینو په حواله ځینو رسنیو ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د کندهار د ریګستان، ښورابک او سپین بولدک ولسوالیو اړوند د کرښې په اوږدو کې ځینې پوستې پرېښې او له سیمې وتلي دي.
تر دې دمه د افغانستان د دفاع وزارت او د حکومت نورو چارواکو د دغې نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، نو د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
دا نښته داسې مهال شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا ترینګلې شوې دي. پاکستان د سپټمبر پر ۲۴مه په کندهار، خوست او پکتیا کې د هوايي بریدونو خبر ورکړی و. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي وو چې په دغو بریدونو کې لس هغه ځایونه په نښه شوي چې د ده په وینا، بېپیلوټه الوتکې پکې ساتل کېدې.


