ويب ډيسک
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران د خپل هېواد موجودیت لپاره ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه هېواد اټومي وسلې ترلاسه کړي، “د ټول بشریت برخلیک” به له خطر سره مخامخ شي.
هغه ویلي: “د ایران رژيم زموږ برخلیک، زموږ موجودیت او د ټول بشریت سرنوشت ته ګواښ دی.”
د اسرائیل لومړی وزیر دا څرګندونې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د درېیم پړاو مذاکراتو په درشل کې کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره اوونۍ په یوه رپوټ کې وویل، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریده راګرځولي دي.


