یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګلبدين زوی وايي، د واک د هوس لپاره د ملت د مرګ...

ګلبدين زوی وايي، د واک د هوس لپاره د ملت د مرګ سبب مه ګرځئ.

ويب ډیسک

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار زوی حبيب‌الرحمن حکمتيار ت.البانو ته په خطاب کې وايي، که د خپل ژوند لپاره هوښيار ياست، نو د واک د هوس لپاره د ملت د مرګ سبب مه ګرځئ.

هغه ت.البان خطاب کړي او ويلي يې دي، “کار اهل کار ته پرېږدئ چې هېواد پرمختګ وکړي، نه دا چې پوره ولس له مرګ سره مخ شي”.

حکمتيار د ت.البانو لخوا د واک انحصار ته په اشارې سره ويلي، انحصار حتی د قدرت په لس کسيزه ډله کې هم بد وي او یو پیاوړی مرکزي حکومت ګټور دی، مګر د واک تمرکز ظلم دی.

د حکمتيار په وينا، که ت.البان په خپل منځ کې د واک انحصار له منځه یوسي، واک ووېشل شي او لږ تر لږه یوه شورا جوړه کړي چې په هغې کې مشوره او پرېکړه وشي او کار اهل کار ته وسپارل شي، نو ډېری ستونزې به حل شي.

ت.البانو د نوموړي د څرګندونو اړوند څه نه دي ويلي.

#Afghanistan #Hekmatyar

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه