ويب ډیسک
د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی ویاند او فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي، سياسي او جهادي مشران د ولسمشر غني د ټولو اقداماتو پر ضد ؤ. له ۲۰۱۴ کال وروسته د ولسمشر غني او پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو تر منځ د اختلاف ټکی د قدرت وېش ؤ.
ښاغلي مرتضوي یوې مرکه کې د پخوانیو جهادي مشرانو او ولسمشر غني ترمنځ ژورو اختلافاتو ته اشارې سره ویلي، “وروستیو کلونو کې هېڅ سیاسي اجماع شتون نه درلود او لامل یې دا و، چې ولسمشر غني د اساسي قانون په چوکاټ کې د قدرت وېش غوښت، خو سیاسي او جهادي مشرانو تل پر جزیره يي حکومتولۍ او اقتدار باور درلود”.
د مرتضوي په وينا، اختلاف ته همدې مسئلې زمينه مساعده کړې وه او همدې جهادي رهبرانو له فرصته ګټه پورته نه کړه. ولسمشر غني به سیاسي او جهادي مشرانو ته ویل، چې تاسو د نیوکو پر ځای د کړکېچ د حل لپاره کتبي طرحه راوړئ، خو بر عکس دوی (سیاسي او جهادي رهبرانو) به د طرحې له وړاندې کولو انکار کوه او عملي ګامونه يې نه پورته کول.
د ولسمشر غني پخواني ویاند او فرهنګي سلاکار هغه تورونه هم رد کړي، چې ګواکې ولسمشر غني د واک انحصار رامنځته کړی ؤ. هغه ويلي، “پنځوس سلنه واک له ډاکتر عبدالله عبدالله سره ؤ. لس وزارتونه یې په برخه شوي ؤ او د وزیرانو شورا مشري هم د هغه په غاړه وه.
#Afghanistan #AshrafGhani


