یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد بریتانیا د لومړي وزیر لرې کول به هېواد کې د بې...

د بریتانیا د لومړي وزیر لرې کول به هېواد کې د بې ثباتۍ لامل شي

ويب ډیسک

د بریتانیا محافظه کار ګوند رئیس اولیور ډاوډن ویلي، له کاري دفتر څخه د لومړي وزیر بورېس جانسن لېرې کول به هېواد کې د بې ثباتۍ او ناڅرګندتیا لامل شي.

بورېس جانسن د پولیسو له لوري په یوه میلمستیا کې د ګډون او قرنطین ماتولو له امله جریمه شوی و چې وروسته د د پارلمان د غړو له نیوکو سره هم مخ شو.
اوس د محافظه کار ګوند یو شمېر لوړ پوړي غړي د اپوزیسون سره یو ځای شوي او دوی ټول غواړي چې لومړی وزیر بورېس جانسن له دندې لاس پر سر شي.
خو اولیور ډاوډن ویلي، ” د مشر د بدلولو پرېکړه به اوس د ملي ګټو سره سمه نه وي.”

د ګوند مشر د یکشنبې په ورځ د بي بي سي سهارنۍ خپرونې پر مهال خبرو کې ویلي، انګلستان د ملي امنیت او انرژۍ سرچینو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دی، په کار ده چې لومړی وزیر اوسمهال په هغې تمرکز وکړي.
خو د کارګر ګوند مشر سر کیئر سټمر وايي، د لومړي وزیر واک ختم دی، او د جریمه کېدو ناندرۍ یې اوس د پارلمان وخت نیسي او وکیلان نشي کولی د بیو لوړېدو په څېر پر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د بریتانیا پارلمان کې د سکاټلېنډ ملي ګوند مشر ایان بلکفورډ هم ويلي، ښاغلی جانسن د کوویډ قوانینو د ماتولو له امله د جریمه کېدو وروسته د مشرۍ لپاره “اخلاقي واک” نه لري.

یاده دې وي چې بورېسن جانسن د کورونا محدودیتونو په ورځو کې په کاري دفتر کې په یوه مېلمستیا کې له ګڼو نورو کسانو سره ګډون کړی و، چې وروسته یې عکسونه پر خواله رسنیو خپاره شول او پولیسو یې په اړه پلټنه پیل کړه.

نوموړی بلاخره د دې کار له کبله جریمه شو، خو وروسته یې پر خپلو کړنو بښنه هم وغوښته، خو ټینګار کوي چې هغه مهال نه پوهېدو چې له محدودیتونو سرغړونه کوي یا قانون ماتوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه