دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان‌ فوټبال ملي ټیم ښځینه لوبغاړو په آسټراليا کې سیالي وکړه

د افغانستان‌ فوټبال ملي ټیم ښځینه لوبغاړو په آسټراليا کې سیالي وکړه

ویب ډیسک

د افغانستان فوټبال ملي ټیم ښځینه لوبغاړې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته استراليا ته کډوالې شوې په لومړي ځل یوه سیمه ییز لیګ کې سیالي وکړه.
د دواړو ټيمونو تر منځ لوبه مساوي شوه خو دا لوبه افغان ښځو لپاره لویه لاسته راوړنه ځکه وبلل شوه چې د خپل وطن له پرېښودو وروسته په لومړي ځل د لوبې په ډګر کې ولوبېدلې.

د لوبډلې مشره چې مستعار نوم يې نیلاب یاد شوی اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، دې لوبې وښودله چې طالبان نه شي کولی ښځینه لوبغاړې‌ له سیالۍ راوګرځوي. دا وايي”موږ افغانستان لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکوو، موږ له هېواده وتلي یوو خو لا هم د خپل هېواد او خلکو په فکر کې یوو او د خپل هېواد د بریا لپاره به خپلې هڅې جاري ساتو.”

استرالیا اته میاشتې وړاندې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د فوټبال ملي ټیم یو شمېر ښځینه لوبغاړې استراليا ته ولېږدولې.

طالبانو له واک ته رسېدو راهيسې افغانستان کې د ښځو ازادي محدوده کړې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو یې بندېز لګولی او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له محرم پرته بهر سفرونه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه