دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسیه: د لوېديځو هېوادونو ګواښونه يې د ځانګړو عملياتو مخه نه شي...

روسیه: د لوېديځو هېوادونو ګواښونه يې د ځانګړو عملياتو مخه نه شي نيولی

ويب ډیسک

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مریا زاخاروا د اپریل په ۱۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د روسیې او اوکراین د مرکچي پلاويو ترمنځ انلاین خبرې اترې ادامه لري او د لوېديځو هېوادونو ګواښونه د روسیې د ځانګړو نظامي عملیاتو مخه نه شي نيولي.

سپینې ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکې ولسمشر جوبايډن د اپریل په ۱۳مه نېټه د اوکراین له ولسمشر زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې حکومت به يې اوکراین ته د ۸ سوو میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې برابرې کړي او امنيتي مرستې به ورسره وکړي. خبر وايي، چې دواړو خواوو موافقه کړې، چې پر روسيې به نور پياوړې بندیزونه ولګوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۱۳مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د امریکا د استازو جرګې پر ۳۹۸ غړو به شخصي بندیزونه ولګوي او دغه ګام يې د امریکا حکومت هغه عمل ته ځواب بللی، چې د روسیې د دوما پر ۳۲۸ وکیلانو يې بنديزونه لګولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه