ویب ډیسک
ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پاکستان کې د پنځو زرو بندو پاتې هغو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته ستنه شوې، چې پاسپورتونه یې نه درلودل. د تورخم له پاره د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي وايي چې د پاسپورتونو د نه شتون له کبله هاخوا شاوخوا پنځه زره افغانان بند پاتې دي او په پیژندپاڼو یې هیواد ته د داخلیدو هڅه کوله.
دی وايي، د دې کسانو د راستنولو بهیر د دواړو غاړو د چارواکو له ناستې او همغږۍ وروسته پیل شوی دی. د باسط په نوم یو تازه راستون شوی کس وايي، له دوو اونیو راهیسې له تورخم هغې غاړې ته ایسار و او پاکستان حکومت اجازه نه ورکوله چې هېواد ته وګرځي.
ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکيو د مالوماتو له مخې، پاکستانیو چارواکیو ډاډ ورکړی، چې پاتې کسان به هم ژر اجازه لیکونه تر لاسه او هېواد ته به ستانه شي.


