ویب ډیسک
اسلام اباد
کورونا ویروس د دریمې څپې د خطر لکبله د تعلمی ادارو د تړلو په هکله نن حکومت پریکړه کړې چې په یو شمیر ولسوالیو کې به تعلیمي ادارې وتړي د ملي معلوماتو او قوماندې مرکز (NCOC) د اپریل په 11 نیټه د هیواد په یو شمیر ولسوالیو کې د تعلیمي موسسو د تړلو اعلان وکړ.
د NCOC غونډې وروسته مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې ، د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود وویل چې دا پریکړه شوې چې تعليمي ادارې د اپریل 11 نیټې پورې په هغو ولسوالیو کې بندې پاتې شي چیرې چې د کورونا ویروس د شتون کچه لوړه وي.
د شفقت محمود په وینا ، این سي او سي ۱۵مارچ له ۲۷ څخه تر پورې په ګوته شوې سیمو کې ټولې ښوونځي ، کالجونه ، پوهنتونونه ، اکیډمۍ او مدرسې د بندیدو اعلان کړې وه ـ خو اوس د این سي او سي غونډې پرېکړه کړې چې دغه ولسوالیو تعلیمي ادارې به اوس د اپریل تر11 مې پورې بندې وي .
هغه زیاته کړه چې د فدرالي پلازمېنې اسلام آباد ټولې تعلیمي ادارې به د اپریل تر 11 پورې بندې وي.
شفقت محمود وویل چې ولایتونه به پریکړه وکړي چې په کومو ولسوالیو کې ښوونځي وتړل شي.
وفاقي وزیر وویل ، د نهم نه تر دولسم ټولګي امتحانات به په می کې کیږي ، وفاقي وزیر وویل ، د نهم نه تر دولسم ټولګي امتحانات به د مهال ویش سره سم د می په پای کې اخیستل کیږي ، په داسې حال کې چې د کیمبرج سیسټم امتحانونه به ډیر ژر پیل شي.کیمبرج سیسټم به پرېکړه کوي .
وفاقي وزیر وویل چې د ماشومانو د روغتیا په هکله هیڅ ډول موافقت نه شي کیدی ، په کومو سیمو کې چې تعلیمي ادارې وتړي په اړه به پریکړه د صوبائي حکومتونو ، د آزاد کشمیر حکومت او د ګلګت بلتستان حکومت کوي.


