دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتلو ته چمتووالی ښيي.

امریکا له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتلو ته چمتووالی ښيي.

ویب ډیسک
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند وایي، که د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د مې تر لومړۍ نېټې د ټولو ځواکونو د وتلو تصمیم تایید کړي د امریکا پوځي قوماندانان تیار دي دغه تصمیم په موثره او منظمه توګه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وایي د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې له وروستۍ اعلامیې هرکلی کوي خو افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي.

نوموړې د خبریالانو، د مدني ټولنې کارکوونکو، دولتي کارکوونکو او بشري حقونو مدافع ادارو کارکوونکو هدفي وژنې غندلي او د ترکیې جوړېدونکې ناسته یې یو مناسب فرصت بللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه