یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيافغانستان الف ګروپ کې د نړۍ درېیو له پیاوړو سوېلي افریقا، انګلستان...

افغانستان الف ګروپ کې د نړۍ درېیو له پیاوړو سوېلي افریقا، انګلستان او ‏اسټرالیا لوبډلو سره مخ کېږي.‏

 

ويب ډيسک

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي ‏سیالیو په الف ګروپ کې د نړۍ درېیو له پیاوړو سوېلي افریقا، انګلستان او ‏اسټرالیا لوبډلو سره مخ کېږي.‏

د کرېکټ نړیوالې شورا دوشنبه د مرغومې پر ۳مه له یوې اوږدې ناندرۍ ‏وروسته د دې سیالیو مهال‌وېش وروستی کړ.‏

د چمپینز ټرافي سیالۍ د کوربه‌توب حق پاکستان ته ورکړل شوی چې لوبې د ‏نوموړي هېواد په راولپېنډۍ، لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره کېږي.‏

دا د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې د ‏هېواد ملي لوبډله په دې نړیوالو سیالیو کې لوبې کوي.

په بل ګروپ کې پاکستان، هند، نیوزیلېنډ او بنګله‌دېش هېوادونه له یو بل سره ‏مخ کېږي، خو هندۍ لوبډله به خپلې ټولې لوبې د هایبرډ ماډل له‌مخې په «متحده عربي اماراتو» کې وکړي.‏

بل خوا دا پرېکړه هم شوې چې پاکستانۍ لوبډله هم تر ۲۰۲۷م کاله پورې د هند په ‏کوربه‌توب هېڅ کومې نړیوالې لوبه کې ګډون نه کوي او لوبې به یې په یو بل درېیم هېواد کې کېږي.‏

د یادونې ده چې که هندۍ لوبډلې د چمپینز ټرافۍ نیمه پای‌لوبو او پای‌لوبې ته ‏لاره پیدا کړه، دا وروستۍ او حساسې لوبې به هم له پاکستانه بهر په متحده عربي اماراتو کې وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه