ويب ډيسک
په ترکیه کې یوه چورلکه د روغتون په ودانۍ غورځېدلې ده. په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت ویلي، پېښه د هېواد په جنوب لوېدیځ مولا ښار کې رامنځ ته شوې او د غورځېدلې چورلکې دوه پیلوټان، یو ډاکټر او یو بل طبي کارکوونکی په کې سپاره وو.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه چورلکه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مولا له روزنیز او څېړنیز روغتون څخه د الوتنې په حال کې وه.
د مولا سیمه ییز والي ادریس اکبیک خبریالانو ته وویل، چورلکه د روغتون څلورم پوړ ته له غورځېدو مخکې ولوېده.
خو هغه دا هم وويل چې په دې پېښه کې په روغتون کې دننه او يا هم کوم بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، چې د سختې دښتې پر مهال د رامنځته شوې پېښې د لاملونو په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د غورځیدلې سیمې په فوټوج کې د هلیکوپټرې ټوټې لیدل کیږي چې د روغتون بهر په سیمه کې پراته دي.


