دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق...

له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق یوه لاره وتړل شوه.

ويب ډيسک

د افغانستان نیمروز ولایت والي وایي: له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق یوه لاره وتړل شوه.

د نيمروز والي محمد قاسم خالد د يکشنبې په ورځ وويل چې د چهاربرک ولسوالۍ په ډاک سيمه کې د انساني قاچاق يوه سرحدي لاره تړل شوې ده.

د چارواکو په وینا، له ایران او پاکستان سره سرحدي سیمه د انساني قاچاق یوه له مهمو لارو څخه ده.

د نيمروز ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خالد له انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه شپږ ماده ييز فرمان صادر کړ.

د نيمروز والي د دغه فرمان پر بشپړ پلي کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د انساني قاچاق ناوړه پايلې بايد د جوماتونو او مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شريکې شي.

ښاغلي خالد ټینګار وکړ چې له دې وروسته به هیچا ته له پولې د تیریدو اجازه ورنکړل شي.

په دې غونډه کې د انساني قاچاق د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د دې ناوړه پديدې په مخنيوي کې له ولايتي ادارې سره د همکارۍ په موخه يوه کمېټه وټاکل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه