دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران: امريکا ته به د ذروي تړون د راتګ کړکۍ دايمي خلاصه...

ايران: امريکا ته به د ذروي تړون د راتګ کړکۍ دايمي خلاصه نه وي

ويب ډیسک

 

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د نومبر په ۲۲مه نېټه څرګنده کړه چې امريکا ته به د ذروي تړون د راتګ کړکۍ دايمي خلاصه نه وي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې ايران غواړي د روانې مياشتې په وروستيو څو ورځو کې د اطريش په پلازمېنه ويانا کې د ذروي خبرو اترو په ترڅ کې يو واقعي او هراړخيز تړون لاسليک کړي.

که دغه تړون ايران ته کومې اقتصادي ګټې و نه شي رسولي او يا د ايران د بهرنۍ سوداګرۍ د اعاده کېدو په ګټه نه وي، امريکا بايد په دې وپوهېږي چې دغه کړکۍ به دايمي خلاصه نه وي.

هغه زياته کړه چې ايران به په صميميت سره په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي او هيله لري چې نورې خواوې هم په کې جدي ګډون وکړي. که اړوندې خواوې د يادو خبرو اترو په ترڅ کې صميميت و نه لري يا رغنده نيت څرګند نه کړي، ايران به ځواب ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه