یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسور صلیب په افغانستان کې د ۶ میاشتو له پاره د اتلسو...

سور صلیب په افغانستان کې د ۶ میاشتو له پاره د اتلسو لویو روغتونو مالي ملاتړ کوي.

ويب ډیسک

د سره صلیب نړیوالې ټولنې عملیاتي مدیر وایي چي په افغانستان کې د ۶ میاشتو له پاره د اتلسو لویو او مهمو روغتونو مالي ملاتړ کوي.

دومینیک ستیل‌هارت چې افغانستان ته تللی پر خبلې ټویټر پاڼې یې لیکلي دي چې د دوی ادارې په کابل کې د رابعه بلخي روغتون ۴۰۰ کارکونکو ته د پنځو میاشتو معاشونه ورکړل.

طالبانو رسنیو ته په یو استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې دومینیک ستیل‌هارت د دوئ د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او دغه بنسټ ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به د روغتیا، کرهڼې، زندانونو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه