ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت وایی په کونړ ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه کمین په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان حاجي مشهور په قاسم په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.
یادې ډلې غوښتل څو د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په “للم کڅ” سیمه کې له خلکو عشر او زکات ټول کړي، چې د امنیتي او
دفاعي ځواکونو له کمین سره مخ شوي او په پایله کې یی د قاسم په شمول شپږ طالبان وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې له یو میل وسلې سره نیول شوی دی.
خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


