یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتين د فرانسې او جرمني له مشرانو سره د روسيې د امنيت...

پوتين د فرانسې او جرمني له مشرانو سره د روسيې د امنيت په پار ټليفوني خبرې کړي

ویب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۱مه نېټه په جلا جلا توګه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون او د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره ټليفوني خبرې کړي او د روسيې او امريکا د امنيت ساتنې تړون د مسودې او د روسيې او د ناټو د غړو هېوادونو د امنيت ساتنې د اقداماتو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.

 

کريملين ماڼۍ په همدې ورځ خبر ورکړی، چې پوتين نوموړو مشرانو ته په ټليفوني خبرو کې د روسيې د دايمي امنيت د ساتنې لپاره د قانون جوړولو وړانديز کړی دی، څو ختيځ ته د ناټو د لا پراخېدو مخنيوی وشي او د روسيې په ګاونډيو هېوادونو کې د تهاجمي وسلو ځای پر ځای کېدو ته د پای ټکی کېښودل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه