دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعجب خان اپریدي د ازادۍ یو مبارز

عجب خان اپریدي د ازادۍ یو مبارز

لیک :نعیم محسود

عجب خان اپریدی د دره ادم خیل د افریدي قبیلې د ازادۍ یو مبارز وو. هغه د خپل غیرت همت او قامې مبارز په توګه پيژندل کیژې. په 1923 کې د برتانوي برید پرمهال د عجب خان کور ته ‎بې اجازاته داخل لېدل او د افریدې قبلې ځورول نه وروسته د برتانوي شاهي چارواکو نه بدل اخیستو ته عجب خان چمتو شه مور ورته امر وکړ چې له انګریزانو بدل واخله.

عجب خان افریدي د څلورو نورو کلیوالو سره یو ځای د کوهاټ په کنډک برید وکړ.

‎په برید کې د یوه برتانوي افسر میجر ایلیس مېرمن یې
‎په چړو وا وهله او لور یې وتښتوله. خو بیا د خبرو اترو په پایله کې، د ایلیس لور څو ورځې وروسته بې زیانه خوشې کړا.او داسئ عجب خان د افریدې قام ننګ او ناموس د انګریزانو نه محفوظ کړو .

د عجب خان د غیرات او وطن دوستې ذکر نیول شوې د انګریز لور پر خپل کتاب کې هم کړې دې د انکریز بادشاه لور پر خپل کتاب کې دا یادونه هم کړې چې چې ما سره یې لکه د خور چالند کاوۀ زما د عزت یې خورا خیال ساتۀ مولي د عجب خان د چلند او شخصیت نه زښته متاثره شوې وه عجب خان افریدي د ۱۹۶۱ کال د جنورۍ په اتمه نېټه د ۹۵ کلونو په عمر د افغانستان په مزارشریف کې وفات شو.

په ۲۰۱۸ کال کې د عجب خان افریدي مجسمه د یاد په توګه د افریدې پلرني ټاټوبي دره آدم خیل عباس چوک کې ایښودل شوا.

‎ ‎دا ډیره د خوشې خبره وا ټولو قامونو خپل اتلان داسې ژواندې ساتلې دې خو دا بدې مرغه نن د عجب خان مجسمې سره داسې چلن وشو لکه چې عجب خان د دې قام اتل نه بلکې دشمن وې چې د زا خپل قامي زیان  بولم پکار دا چې دا دئ خلکو سره په قامې توګه هغه چلن او سزا ورکړلې شې چې بیا سوک داسې ناکاره ګامونه نکړې پورته عجب خان اتل وا اتل به وې پشتون قام خپل اتلان هيڅ کله نه هیرا وې

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه