ويب ډیسک
طالبانو د هېواد سویل لویدیځ لپاره د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ نوم بدل کړی او د هغه چا نوم یې پرې ایښي چې جنرال رازق یې ترور کړ.
د طالبانو د ویاند مرستیال محمد جلال په یوه ټویټ کې د پولیسو د اکاډمۍ تصویر خپور کړی چې د ابو دوجانه په نامه نومول شوی دی.
ابو دوجانه د طالبانو یو نفوذی کس و چې د کندهار د والي د ساتونکي په توګه یې دنده ترسره کوله او درې کاله مخکې یې جنرال رازق او د کندهار امینه قومندان په یوه برید کې ووژل.
د ناټو امریکايي قومندان جنرال سکاټ میلر هم دغلته حضور درلود خو هغه ته زیان نه و رسېدلی.


