د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې بنګلهدېش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره راشد خان څلور ویکټې واخیستې، یمین احمدزي او عظمتالله عمرزي دوه ـ دوه، او محمد نبي او بلال سمیع یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه. بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې ټولې ۱۶۰ منډې وکړې.
افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف په ۳ ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.
افغان لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د لوبلړۍ په پایلوبه کې له زمبابوې سره مخ شي.


