افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو جوړولو چارې پیل کړې دي

0
49

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وايي، په ټول هېواد کې د ۳۱۸ ولسوالیو په کچه د دولتي روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي دا څرګندونې د خوست له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په کتنه کې کړې دي. په دې کتنه کې د خوست د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، د درملنې د اسانتیاوو پر برابرولو او د خلکو پر روغتیايي اړتیاوو خبرې شوې دي.

د خوست والي د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ښه‌والي غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د هر اړخیز ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا، د عامې روغتیا وزیر ډاډ ورکړی چې په خوست کې به د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د معیاري درملنې د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې وشي. نوموړي زیاته کړې چې د خوست په ولسوالیو کې به هم دولتي روغتونونه جوړ شي، څو ځايي اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.