دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د پوځ لوی درستیز ،ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن...

افغانستان د پوځ لوی درستیز ،ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نه‌دی.

ویب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نه‌دی.

فصیح‌الدین فطرت دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، جولايي، ۲۲مه) د دفاع وزارت د یو کال راپور وړاندې کولو غونډې پرمهال کړي او وې ویل، تېرو څو کلونو کې ځینو هېوادونو سره سرحدي پولو کې نښتې شوي، خو په وینا یې هڅه شوې چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

هغه که څه هم پولو کې د نښتو شمېر مشخص نه‌کړ، خو زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د افغانستان له سرحدونو دفاع کوي.

د پوځ لوی درستیز همدارنګه وویل چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره په تېر یوه کال کې د ډیورنډ فرضي کرښې په شمول د پولو په اوږدو کې ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

دی وايي، دغه وزارت د پوځي عملیاتو لپاره ۸ چورلکې، څه باندې ۴۱ زره موټر، نژدې ۶زره او ۵۰۰ سپکې او درنې وسلې او ۷۲۴ مخابراتي وسایل هم ترمیم کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه