ویب ډیسک
پرون د طالبانو تر ولکې لاندې د ازموینې ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. دا ازموینې چې د زرګونو هلکانو لخوا ورکړل شوې وې، له دریم پرلهپسې کال راهیسې نجونې ترې محرومې وساتل شوې .
طالب چارواکو نه یوازې د نجونو د ګډون مخه نیولې، بلکې د هغوی د لوړو زدهکړو د حق پر وړاندې یې کلک محدودیتونه وضع کړي دي. په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې بیا بیا د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی، خو طالبانو تر اوسه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.
کارپوهان وایي دا حالت نه یوازې د افغان نجونو پر راتلونکي به ډیر بد اغیز ولري، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ لپاره هم یو لوی ګواښ دی.
همدا راز طالبانو له ښځو سره دښمنې راخیستې ده دا ځکه چې دوی له ښځو او له پوهي ویره لري که ښځې تعلیم وکړي دوی بیا نه شي کولی په خلکو ولقه ولري.
یو شمېر افغان نجونې وایي د کانکور له ازموینې څخه محرومول یې د ژوند له اساسي حقونو بېبرخې کول دي.


