دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې بې ‌وزلي او بې‌روزګاري بنسټیزې ستونزې دي

افغانستان کې بې ‌وزلي او بې‌روزګاري بنسټیزې ستونزې دي

ویب ډیسک

بې ‌وزلي او بې‌روزګاري هغه بنسټیزې ستونزې دي، چې له کلونو راهیسې د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د اندېښنو لامل شوي دي.

 

د کابل ځينې اوسېدونکي بې‌وزلي او بې‌روزګاري د خپلو اقتصادي ستونزو اصلي لامل بولي او له چارواکو غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

 

د کابل اوسېدونکی سید جمال په دې هکله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې د کار زمینه برابره کړي، څو خلک له هغو اقتصادي ستونزو خلاص شي چې ورسره مخ دي، او د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمرۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.»

 

د خوړو نړۍوال پروګرام د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان تېر زېږدیز کال له سوډان وروسته د نړۍ له هغو ۹ هېوادونو و، چې د خوړو د نا امنۍ تر ټولو لوړه کچې یې لرله.

 

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې، تېر کال په افغانستان کې درې اعشاریه شپږ مېلیونه کسان د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ وو.

 

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اړینه ده، چې اسلامي امارت د فقر او بې‌کارۍ د له‌منځه وړلو لپاره یو لړ ستراتیژیک پلانونه او برنامې ولري. له دې جملې څخه، امارت کولای شي د ملي عوایدو راټولولو له لارې ځینې پراختیايي او انکشافي پروژې پیل کړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او یوه دایمي عاید ترلاسه کړي.»

 

خو د اقتصاد وزارت په وینا، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي محدودیتونو د افغان کورنیو ژوند او د هېواد اقتصاد زیانمن کړی او د دغه وضعیت د ښه‌ والي لپاره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډو همکاریو ته اړتیا ده.

 

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وویل:«په اوسني حالت کې موږ د کرنې او مالدارۍ سکتور ملاتړ، د کورنیو تولیداتو وده، پر وارداتو د تکیې کمول، او د اوبو مدیریت او بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوو، ترڅو یو پیاوړی کورنی اقتصاد رامنځته کړو او په ټول هېواد کې د خوړو د خوندیتوب ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.»

 

تر دې وړاندې خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي وو، چې راتلونکي دوبی کې درې میلیونه افغانان د خوراکي توکو ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري، خو دا اداره د بودجې د کښمت له امله یوازې کولای شي یو میلیون کسان د لوږې له ناورینه وژغوري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه