ویب ډیسک
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي پوځي سلاکاران به له هند سره په یوه درېیمګړي ځای کې پر کشمیر، اوبو، ترهګرۍ او سوداګرۍ خبرې کوي.
که څه هم هند له پاکستان سره د خبرو په اړه راپورونه نه دي تایید کړي، خو شهباز شریف په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې دواړه غاړې سلا شوې دي څو د سولې پخواني حالت ته وګرځي.
پاکستان نه دي ویلي، چې هند سره کله او چېرته پر دغو څلورو مسایلو خبرې کوي.
هند د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوه کړی؛ پر پاکستان یې د اوبو کمولو لویې پروژې پلان کړي، ځکمنۍ او هوايي سوداګري يې بنده کړې او د تل په څېر یې پاکستان د ترهګرۍ ځاله بللی دی.
د هند او پاکستان د کړکېچ عادي کېدو په دوام د کنټرول کرښې له دواړو غاړو اضافه پوځیان هم په شا شوي او خپلو پخوانیو ځایونو ته تللي دي.
هم مهاله د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو جنګیالیو تر شا د هند د استخباراتي ادارو لاس دی، څو پاکستان ناامنه کړي.
هند په سیمه کې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې پر خپلې مبارزې ټینګار کړی او ادعا یې کړې، چې پاکستان د سیمې او هند ناامنۍ لپاره ترهګري روزي او ځای ورکوي.
د هند او پاکستان وروستی لوی نظامي کړکېچ چې په اپرېل کې رامنځته او په روانې می میاشت کې سرعت وموند، په تېرو دوو لیسزو کې لوی جنجال ګڼل کېږي.
# #India #Pakistan


